شنبه, ۲۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د پیغمبر صلی الله علیه وسلم هجرت؛ د غار، کوترې او عنکبوت کیسه نه؛ بلکې دولت، رهبري او امامت دی!
بسم الله الرحمن الرحيم
د پیغمبر صلی الله علیه وسلم هجرت؛ د غار، کوترې او عنکبوت کیسه نه؛ بلکې دولت، رهبري او امامت دی!

(ژباړه)

خبر:

۲۰۱۷م کال د سپټمبر ۲۱مه د ۱۴۳۸هـ.ق کال د محرم میاشتې لومړۍ ده.

تبصره:

د هر نوي هجري کال په پیل کې ډېری عالمان، خطیبان او  مدرسین له مکې نه مدینې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هجرت له بېلابېلو زاویو خبرې کوي؛ خو ډېری یې د دې پېښې له واقعیت او هغو تغیراتو څخه، چې امت ته یې لویې پېښې راوړي، لرې او بې خبره دي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هجرت پېښه زموږ له ژوند سره ډېر ورته والی لري. په هغه وخت کې فارس او روم دوه لوی قدرتونه وو او عربو څه نه لرل. داسې قبیلې وې، چې ډېری وخت به یې په دښتو کې مهاجرتونه کول او ډېری وخت به د اوبو پر سر سره جنګېدل. مکه معظمه چې د «ام القری» په نامه یادېده، د بت پرستۍ بنسټ او مرکز وه. رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه وخت هجرت وکړ، چې غولوونکي وړاندیزونه ورته وشول. رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې قدرت، شتمنۍ او ټول څیزونه وړاندیز کړل؛ خو هغه صلی الله علیه وسلم ټول رد کړل او د رسالت او تبلیغ لارې ته یې ادامه ورکړه. هغه د دغو وړاندېزونو پر وړاندې خپل کاکا ته وویل:

«يا عم، والله لو وضعوا الشمس في يميني، والقمر في يساري على أن أترك هذا الأمر حتى يظهره الله، أو أهلك فيه، ما تركته»

ژباړه: اې کاکا! پر الله سبحانه وتعالی قسم که لمر مې په ښي لاس او سپوږمی مې په کېڼ لاس کې راکړي، چې له خپل دعوت نه لاس واخلم، نو دا کار به هېڅکله ونه کړم؛ تر هغه چې الله سبحانه وتعالی دغه دین غالب کړي او یا په دغې لاره کې مړ شم.

دغه شرطونه له هجرته مخکې وو او دا چې مکه نوره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعوت لپاره وړ ځای نه و، نو مناسبه وه، چې دعوت له دغه ښار او ټولنې څخه یوه بل داسې ښار او ټولنې ته، چې د دعوت لپاره وړ ځای وی او خلکو یې ملاتړ کړی وی، لېږدول شوی وی؛ چې یقیناً هغه ځای مدینه منوره وه.

د مکې د هغه وخت واقعیت زموږ له نني واقعیت سره داسې دی، چې په مکه کې اسلامي دولت نه و نن هم نشته. ظالمو او سرکشو حکومتونو( امریکا، روسیې او چین) د بشریت پر ستونې پښه اېښې،لکه څنګه چې په هغه وخت کې فارس او روم داسې کول. همدارنګه د مزدورو حکامو په رهبرۍ نني بې ارادې او کمزوري دولتونه د هغه وخت د عربو قبایلو په څېر دي. د فلسطین په مبارکه خاوره کې د یهودو دولت نن د هغه وخت د مدینې منورې د یهودي قبایلو رول لوبوي.

نن ورځ د دغه لوی امت مخلص او تقواداره دعوت کوونکي هغه خلک دي، چې د امت تر ټولو مهمه موخه لېږدوي؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او اصحابو یې دغه مهم امر لېږدولو او دې موخې ته د رسېدو لپاره یې لویې قربانۍ ورکړې او هېڅکله د ظالمانو ظلم او ځورونې یې د لارې خنډ نه شوې، نو هغه څه چې له هغه وخت سره ورته والی لري دا دي، چې نني دعوت‌کوونکي د جاهلیت حالت د تغیر او د اسلامي دولت د بنسټ اېښودلو لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم لاره تعقیبوي، هغه دولت چې د حق پلي کول، عدالت، خیر، برکت او ... نعمتونه به ورسره وي.

 بل هغه څه چې له هغه وخت سره ورته والی لري دغه دي، چې نن ټول کفري هېوادونه پر دعوتګرو فشار راوړي او همدارنګه هغو خلکو، چې د غربي ثقافت فریب یې خوړلی، پر دعوت‌کوونکو یې میدان تنګ کړی. نو دغه دعوت‌کوونکې د حضرت عمار، یاسر، خبیب، بلال او... رضی الله عنهم په څېر دي. که څه هم پر دعوت‌کوونکو فشار راوړي، خو بیا هم دعوت‌کوونکي د نبوت پر منهج د راشده خلافت نږدې والي ته خوشاله دي، لکه څنګه، چې دغه پېښه د رسول الله صلی الله علیه وسلم او اوس او خزرج قبیلو تر منځ رامتځته شوه. یادې قبیلې(اوس او خزرج) د حضرت مصعب بن عمیر رضی الله عنه په لاس په مدینه منوره کې مسلمانې شوې او ورسته یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعوت مرستې او نصرت ته را ودانګل. رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل، چې د اسلامي دولت د تاسیس په موخه د انحضرت دعوت خپلې سیمې ته ولېږدوي؛ تر هغه چې مدینه منوره یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر قدمونو روښانه کړه او هغه یې د اسلامي دولت پلازمېنه وټاکله.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د اصحابو مهاجرینو (چې د دعوت لېږدوونکي وو) او انصارو (چې د قدرت او ځواک خاوندان وو) او هغو کسانو تر منځ چې نن د اسلامي دولت د تاسیس او د اسلام د دین د عزت لپاره کار کوي (د دعوت لېږدونکي) او په اسلامي نړۍ کې د ځواک خاوندو مسلمانانو (د قدرت او نصرت خلک) لکه د پوځ افسرانو او ټولنو د رهبرانو له پرتلې په بشپړه توګه په ډاګه کېږي، چې د دولت د رامنځته کېدو عناصر له مکي وخت سره پوره ورته‌والي لري. یقینا موږ د تغیر نښانې په ښکاره توګه وینو او د الله سبحانه وتعالی په خوښه د کامیابۍ د سهار وړانګې ډېرې نږدې وینو. نو اې د قدرت او ځواک خاوندانو! تاسې د الله سبحانه وتعالی د دین مرستندویان یاست.  

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا كُونوا أَنصَارَ اللَّهِ كَمَا قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ لِلْحَوَارِيِّينَ مَنْ أَنصَارِي إِلَى اللَّهِ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنصَارُ اللَّهِ﴾

(صف: ۱۴)

ژباړه: اې مومنانو! د الله تعالی د دین مرستندویان شئ لکه څنګه چې د مریم زوی عیسی علیه سلام حواریونو ته وویل: د الله تعالی لور ته په بلنه کې زما ملاتړي څوک دي؟ ځواب یې ورکړ موږ د الله تعالی د دین مرستندویان یو.

هو، د دعوت نصرت پر تاسو فرض دی، درته جایزه نه ده، چې د الله سبحانه وتعالی د دین نصرت یوه شېبه وځنډوئ. پوه شئ، درته جایزه نه ده، چې ژوند او د ظالمانو د ظلم وېره مو د الله سبحانه وتعالی د دین له نصرت څخه غوره وبولئ. د راشده خلافت د عاملینو نصرت وکړئ او د مدینې د خلکو په څېر، چې پروني انصار وو؛ نني انصار شئ. دا لوی ویاړ به د چا په برخه شي او د چا په لاس به د اسلام او مسلمانانو عزت بېرته راشي؟ له تاسو څخه به څوک د الله سبحانه وتعالی په رضا لاسته راوړلو کې بریالي شي او څوک به له صادقینو سره وي؟ الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿قَالَ اللَّهُ هَذَا يَوْمُ يَنْفَعُ الصَّادِقِينَ صِدْقُهُمْ لَهُمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ﴾

[مائده: ۱۱۹]

ژباړه: د قیامت پر ورځ  الله تعالی فرمایي:  دا هغه ورځ ده، چې رښتینو ته به د هغوی رښتینولي ګټه رسوي. د دوی لپاره د جنت داسې باغونه دي، چې لاندې ترې ویالې بهېږي.

لیکوونکې: رولا ابراهیم  

له ولایه سوریې څخه

ژباړن: شجاع

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې